د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه غږیز پیغام کې وویل چې د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد اړونده د اندرسیر سیمې د شګۍ په نوم په یوه ښوونځي کې د نننۍ چاودنې له امله ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین غر د ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې په دې پېښه کې ۷ زده کوونکي وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي. سپین غر زیاته کړه چې چاودنه ښوونځي ته نژدې په یوه کور کې رامنځته شوې چې د کانونو د استخراج انفجاري مواد پکې ساتل کیدل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، "د لومړنیو پلټونو له مخې، چاودنه د کان کیندونکو شرکتونو د انفجاري موادو په یوه ډیپو کې د غفلت له امله رامنځته شوې." هغه همدارنګه وویل چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د چاودنې له کبله د ښوونځي ترڅنګ د شاوخوا کورونو ودانۍ هم زیانمنې شوې دي. د ښوونځي مدیر ظهور افغان د ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو انفجاري مواد د ښوونځي نږدې ساتل د هغه د پوهې نه بهر دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ښیي چې خلک ټپی ماشومان روغتون ته لېږدوي. ټپیان تر ډېره د کونړ ولایتي روغتون ته وړل شوي، خو روغتیاپالانو ویلي چې ځینې ټپیان جلال اباد ته هم لېږدول شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو راشدخان او محمد نبي عیسي خیل پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده. راشدخان په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه پېښه دردونکې بللې او ویلي یې دي چې "هغه ماشومان چې د زده کړې او روښانه راتلونکې په هیله ښوونځي ته راغلي وو، له داسې دردونکې پېښې سره مخ شول چې ویر یې پر ټول وطن خپور دی."

موضوع: د کونړ په ښوونځي کې چاودنه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ