د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي، جبري ودونو او د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی ویلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو د څېړنو بندول به په سلګونو زره قربانیان له عدالت څخه بې‌برخې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د نومبر په ۲۶مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د لومړنۍ څېړنې د دویمې خونې د نومبر د ۱۲مې نېټې د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کوي. بېنټ ټینګار کړی چې عدالت باید د ټولو قربانیانو لپاره یو شان وي او د هغوی غږونه باید واورېدل شي.

نوموړي د دې اندېښنې په ترڅ کې ویلي چې افغان قربانیان د خپلو غږونو د پورته کولو لپاره له ګڼو خطرونو سره مخامخ شوي او د نړیوالې ټولنې باید د لسیزو معافیت د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي. د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هم پیل شوی دی، چې هدف یې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.

بېنټ د دې کمپاین په مناسبت وویل چې د عدالت ټینګښت او د تاوتریخوالي د قربانیانو ساتنه باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي. هغه د طالبانو د سختو بندیزونو او پالیسۍ پر اغېزو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوې دي. بېنټ د یوې افغانې نجلۍ خبرې یادوي چې خپل ژوند یې په درېیو ټکو کې بیان کړی و: وېره، اوښکې او ناهیلېتوب. په دې حال کې، افغانې نجونې لا هم په پټه زده‌کړې کوي او یو بل ته درسونه ورکوي.

موضوع: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ