د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن ومن) په یوه تازه راپور کې څرګندېږي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له جدي بحران سره مخ دي. راپور ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۷۲ سلنه دې بنسټونو د بودجې له کموالي سره مخ شوي او لږ تر لږه یو بنسټ په بشپړه توګه تړل شوی دی.
دا راپور چې د دوشنبې په ورځ، د تلې/میزان په ۶مه نېټه، د ریلیف ویبپاڼې له لارې خپور شو، د افغانستان په ۷۴ سازمانونو کې د یوې سروې پر اساس چمتو شوی دی. په دې سروې کې ویل شوي چې له نیمايي زیات بنسټونه په راتلونکي کال کې د فعالیتونو د ځنډېدو یا بشپړ تړل کېدو له خطر سره مخ دي. ۸۲ سلنه ګډونوالو هم خبرداری ورکړی چې د ښځو د حقونو مدافع سازمانونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
رحیمه، یوه ۴۰ کلنه کونډه چې په بلخ ولایت کې ژوند کوي، د فقر او بېکارۍ له امله د خپل او د درېیو اولادونو ژوند سخت بللی دی. هغې وویل چې د مرستو نشتوالی د دوی اقتصادي وضعیت خراب کړی دی، او د ورځې د وچې ډوډۍ برابرول هم ورته ګران شوي دي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې د بشري مرستو کمښت د ښځو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو ظرفیت کم کړی دی. هغې زیاته کړه چې د طالبانو د محدودیتونو له امله، د مرستو اړتیاوې زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په راپور کې د ښځو او نجونو اړتیاوې زیاتې شوې، خو د پوره کولو لپاره ظرفیت کم شوی دی. ۸۳ سلنه سازمانونو د ښځو د اړتیاوو د زیاتېدو خبر ورکړی او ۷۷ سلنه ویلي چې اوسنی ظرفیت د موجودو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دی. د دې ادارې په وینا، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره خدمات، د ښځو خوندي مرکزونه، او حقوقي مرستې د بودجې له کمښت څخه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي.
موضوع: افغانستان کې د ښځو د حقونو بنسټونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports