د مدیریت لپاره د امریکا اکاډمۍ د ۲۰۲۶ کال د غوره مقالې جایزه هغو لیکوالو ته ورکړه چې دوه افغان ښځینه فعالې پکې شاملې دي. دغه مقاله چې حسینې جلال، فروزان دانش او ډیویډ ناوراث په ګډه لیکلې، عنوان یې دی «کله چې ټولې هیلې له منځه تللې ښکاري: د زدهکړو د لارو د نشتوالي په شرایطو کې د زدهکړې د انګېزې ساتل». دا جایزه د سازماني او مدیریتي مطالعاتو په برخه کې له معتبرو ویاړونو څخه ګڼل کېږي.
حسینې جلال د سپټمبر په ۲۸مه، د دوشنبې په ورځ، په خپله فیسبوک پاڼه کې د دې خبر په خپرولو سره وویل چې دغه څېړنه ښیي چې افغان ښځې څنګه په داسې شرایطو کې چې د نجونو او ښځو لپاره د رسمي زدهکړو لارې تړل شوې دي، لا هم د زدهکړې انګېزه ساتي. جلال زیاته کړه چې افغان ښځې د پوهې ترلاسه کولو، ودې او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي.
هغې هیله څرګنده کړه چې دا نړیواله جایزه به د افغانستان د نجونو او ښځو غږ لا پیاوړی کړي او وښيي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل نه شي کولای د زدهکړې مینه، د زدهکړې وړتیا او راتلونکي ته هیلې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د واک په بدلون سره، څه باندې پنځه کاله تېر شوي، او له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي. همدارنګه، نجونې او ښځې د پوهنتونونو او د روغتیايي زدهکړو مرکزونو ته له ورتګ څخه منع شوي دي.
موضوع: افغان ښځینه فعالانې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS