د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د یوې ښځې د وژل کېدو په اړه څرګندونې کړې دي. دوی ویلي چې "ورانکاري او فرصت طلبه کسان" هڅه کوي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ناامني او بې ثباتي رامنځته کړي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په ایکسپاڼه کې د دې پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو د وژل شوې ښځې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. راپورونه ښيي چې یوه امیندواره ښځه د پنجشنبې په ورځ د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د مرمۍ د لګېدو له امله مړه شوې ده.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د وروستیو پېښو په غبرګون کې د طالبانو حکومت ته اعتراضي یادداشت استولی دی. په دې یادداشت کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او د استوګنیزو کورونو د ویجاړېدو یادونه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په اړه وویل چې ځینې کسان هڅه کوي چې "بې نظمي رامنځته کړي"، چې دا به د سیمې او د دواړو هېوادونو پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي. هغه زیاته کړه چې چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بې نظمۍ د رامنځته کولو یا د امنیت د ګواښلو لپاره کار واخلي.
موضوع: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ ناامني
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS