د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان، برد کوپر، ویلي چې د "یواس اس ابراهام لینکلن" الوتکې وړونکې بېړۍ څخه یې وروستۍ لیدنه "حیرانوونکې او الهام بښونکې" وه. هغه څرګنده کړه چې د عملې د رواني روغتیا ستونزې تر ټولو کمې دي. دا څرګندونې وروسته له دې کیږي چې ځینې امریکایي رسنیو د دې بېړۍ د عملې د رواني روغتیا او د ژوند د شرایطو د خرابېدو په اړه راپورونه خپاره کړي.
کوپر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په سمندر کې اوږدمهاله خدمت "په ځانګړې توګه سخت او ستړی کوونکی" دی، خو ټینګار یې وکړ چې په "ابراهام لینکلن" بېړۍ کې د امریکا د سمندري ځواکونو د ۱۱ فعالو الوتکې وړونکو بېړیو په منځ کې د رواني روغتیا ستونزې تر ټولو کمې دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، هم مخکې د دې بېړۍ د عملې د خراب وضعیت په اړه راپورونه رد کړي وو، خو ویلي یې وو چې په منځني ختیځ کې یوه بله بېړۍ د هغې ځای ونیسي. "ابراهام لینکلن" شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې په سیمه کې حضور لري او د سیمه ییزې جګړې او د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې په لګېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
دوو امریکايي پوځي خپرونو مخکې راپور ورکړی و چې د دې بېړۍ د شاوخوا ۵ زره کسیزې عملې د یوې برخې مورال ټیټ شوی او ان د ځان وژنې د هڅو ځینې پېښې هم پکې ثبت شوې دي. په دې توګه، د سینټکام قوماندان د رواني روغتیا وضعیت د ښه والي په اړه د مثبتو معلوماتو وړاندې کولو هڅه کړې ده.
موضوع: د ابراهام لینکلن بېړۍ د عملې رواني روغتیا
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS