د خوست د ګربزو ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي چې د پاکستان لهخوا د پنجشنبې شپې ترسره شوی هوايي برید، که څه هم ځاني تلفات نهدرلودل، خو د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ یې وېره او ترهه خپره کړې ده. دغه کس چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې برید د جېټ الوتکو لهخوا ترسره شو.
هغه زیاته کړه: "زموږ د سیمې ماشومان د ډار له وجې سخت ویره لري. دوی د برید له امله په فشار کې دي، خو د برید له امله نور کوم ځاني یا مالي زیان نهدی رامنځته شوی." د دې اوسېدونکي په وینا، برید په یوه پخواني کور باندې شوی دی.
د طالبانو حکومت د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله فېسبوک پاڼه کې د برید د قرباني کور د څښتن خبرې هم خپرې کړې، چې وایي د پاکستان هوايي بریدونه ټول خلک سخت وېرولي دي.
هغه وویل: "ماشومان دومره وېرېدلي چې شپې له کټه ولوېدل. موږ څه کړي وو؟ پاکستان په موږ ډېر ظلم کوي. له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې زموږ غږ واوري."
د طالبانو حکومت په دې بریدونو کې د ۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان لهخوا د بریدونو غندنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.
کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان چارسمبالی احضار کړی او د افغانستان په هوايي حریم د تېري په اړه یې احتجاج کړی دی. پاکستان وایي چې دغه بریدونه د افغانستان له لوري د ډرونونو د بریدونو په ځواب کې شوي دي. د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما هم تایید کړه چې په کونړ کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه درې افغان ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
موضوع: د پاکستان هوايي بریدونه په افغانستان
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports