د بې‌پولې خبریالانو سازمان په تازه راپور کې ویلي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په پنځه کلنۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو لړۍ ته دوام ورکړی دی. دغه سازمان څرګندوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ د محدودولو لپاره په ټول هېواد کې له ۲۰ څخه زیات فرمانونه صادر کړي دي.

یاد سازمان د رسنیو د فضا د محدودېدو په اړه اندیښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د انتقادي بحثونو او سیاسي مباحثو د منع کولو له امله. د ښځو لپاره د رسنیو په برخه کې پراخ محدودیتونه وضع شوي او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع دي. د طالبانو له خوا صادر شوي فرمانونه او شفاهي لارښوونې د رسنیو چاپېریال لا محدود کړی دی.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) رئیس، حامد عبیدي، د بې‌پولې خبریالانو د راپور په اړه وویل چې افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې د مطبوعاتو ازادي په کې د اندېښنې وړ ده. هغه وویل چې انتقادي ژورنالیزم په هېواد کې جرم ګڼل کېږي او خبریالان د وېرې په فضا کې فعالیت کوي.

افغان خبریاله مینه اکبري د دې راپور په اړه مثبت نظر لري او وايي چې په افغانستان کې د رسنیو فضا دومره تنګه شوې چې خبریالان حتی په خواله رسنیو کې هم د خپلې خبرې کولو حق نه لري. هغه زیاته کړه چې د طالبانو له ویرې، خبریالان د خپلو شخصي اکاونټونو له لارې هم د انتقاد کولو توان نه لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې ټول هغه قوانین لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي. دغه سازمان همدارنګه له هغو هېوادونو چې د رسنیو کارکوونکو ته پناه ورکړې، غوښتنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.

موضوع: د طالبانو حکومت د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ