د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي څرګنده کړې چې ایران او امریکا ترمنځ مستقیمې خبرې نه ترسره کېږي، بلکې یوازې د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه د منځګړو له لارې تبادله کېږي.
بقايي په یوه خبري ناسته کې وویل: "موږ له امریکا سره خبرې نه لرو. دا طبیعي ده چې د منځګړو له لارې به د ورځنیو موضوعاتو په اړه پیغامونه تبادله شي." هغه د دې خبرې په ترڅ کې د ایران او امریکا ترمنځ راتلونکي ګامونه د شرایطو پورې تړلي وبلل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې ایران او عمان د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي. بقايي د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې د رغنده او مثبتو په توګه یادې کړې.
هغه زیاته کړه: "تر هغه چې امریکا سمندري محاصرې ته دوام ورکړي، د هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي." دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې واشنګټن غواړي پر ایران د نویو پوځي بریدونو پر ځای اقتصادي فشارونه وساتي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه د تفصیلاتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو د پیغامونو تبادله یې یوه مهمه موضوع وبلله.
موضوع: ایران او امریکا ترمنځ اړیکې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS