د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه تازه وینا کې ویلي چې د امریکا سره روانه جګړه باید پای ته ورسیږي. هغه د اګسټ په ۲۱مه، د جمعې په ورځ، د ایران د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې جګړه اوس وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده. پزشکیان وویل، "ټوله نړۍ د ایران په بریا اعتراف کوي، ښه دا ده چې دا جګړه پای ته ورسوو".
پزشکیان د تسلیمۍ په اړه وویل، "دا څرګندونې د تسلیمۍ په معنی نهدي او هېڅکله به د امریکا بدمعاشۍ ته سر ټیټ نهکړو". د ایران ولسمشر دا څرګندونې وروسته له دې کوي چې امریکايي چارواکو پر ایران د نوي اقتصادي بندیزونو اعلان کړی دی. د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د اګسټ په ۲۰مه وویل، "موږ پر ایران د فشار ښه وسیله په لاس کې لرو او کولای شو چې پر دغه هېواد نور اقتصادي فشارونه واچوو".
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم په دې اړه وویل، "که موږ هر څومره پوځي ځواک ولرو، خو که چېرته مو اقتصاد تر فشار لاندې وي، خلک مو وږي وي او د ملي اقتصاد وده نهلرو، دوام نهشو ورکولی".
د امریکا او ایران ترمنځ د ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته، د سولې مذاکراتو کومه نتیجه نهده ورکړې. امریکا هڅه کوي چې د اقتصادي فشارونو له لارې پر ایران د سولې د مذاکراتو شرایط ومني. د اټومي وسلو د نهلاسرسی او د هرمز په تنګي کې د کښتیو ازاده تګ راتګ د مذاکراتو له عمده شرایطو څخه ګڼل کیږي.
موضوع: ایران د امریکا سره د جګړې پای ته رسېدل
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS