د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز د جوړولو او د چین د رېل پټلۍ شبکې سره د نښلولو غوښتنه کړې ده. د ایران د ولسمشرۍ رسمي ویبپاڼې په حواله، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ په نړیوال کنفرانس کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښاره د غځولو کار لا پاتې دی. د دې پټلۍ د بشپړیدو سره، د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره، افغانستان به د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یوه مهمه ترانزیټي لار شي.
پزشکیان په دې کنفرانس کې وویل چې د دې پروژې بشپړیدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا کې مرسته وکړي. هغه د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پروژې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.
د ایران ولسمشر د دې ترانزیټي دهلېز د جوړولو لپاره د چین سره همکاري د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړینه وبلله. د دې پروژې له لارې به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو سره نښلول شي.
موضوع: ایران د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS