د اوکراین په کریوی ریه ښار کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له خوا ترسره شویو بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۱۲۱ څخه زیات ټپیان شوي دي. دغه بریدونه پرون، جمعه، د اګسټ په ۲۱مه نېټه، د یو سوداګریز مرکز پر وړاندې ترسره شول.
اوکرایني چارواکو ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دې بریدونو په اړه وویل، "روسیي بې پیلوټه الوتکو دوه ځلې بریدونه وکړل". هغه زیاته کړه چې لومړی برید پر سوداګریز مرکز وشو، او دویم برید هغه مهال ترسره شو چې خلک د مرستې لپاره سیمې ته ورسېدل.
زلنسکي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د روسیې د بریدونو ځواب به حتماً ورکړل شي. سیمه ییز چارواکو هم تایید کړه چې ۱۲۱ کسان ټپیان شوي چې په دې کې ۲۲ ماشومان شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د دې بریدونو یوه ورځ مخکې، د اوکراین پلازمینه کیف پر شاوخوا سیمو کې د روسیې په بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي وو. دا پیښې د اوکراین د جګړې په اوږدو کې د روسیې د بریدونو د زیاتوالي نښه ده، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
موضوع: د اوکراین په کریوی ریه ښار کې د روسیې بریدونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS