د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه، چې له دې سره یې پایلوبې ته لار وموندله. بنګله‌دېش په ۴۱.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې. افغانستان د ټاکل شوي هدف پوره کولو لپاره ۳۶ اورونه وکارول او یوازې درې لوبغاړي یې وسوځیدل.

راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو غوره توپ‌اچوونکی و، چې د بنګله‌دېش څلور لوبغاړي یې وسوځول. رحمت شاه د ۶۷ منډو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه، پداسې حال کې چې حشمت‌الله شهیدي ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ ۳۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه، او اوس به د اکټوبر په ۲۳مه د پایلوبې په ترڅ کې یو ځل بیا له زېمبابوې سره مخ شي.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې هم پرون د بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه. په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې افغان لوبډلې خپل سیال ټیم ته ۲۳۸ منډې هدف ټاکلی و. بنګالي لوبغاړو په پیل کې ښه بېټنګ وکړ، خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان باولرانو ښه توپ اچونه سبب شوه چې بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېږي.

تر دې مخکې، لومړۍ ۵۰ اوره سیالي بنګله‌دېش ګټلې وه، خو دوهمه مساوي شوې وه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دې بریا سره د پایلوبې ته د رسېدو لپاره ښه چمتووالی نیولی دی.

موضوع: افغان کرکټ ملي لوبډله

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ