د یمن حوثي وسلهوالو د سره سمندرګي پر ساحل د چټک پرمختګ په ترڅ کې، د ذو باب ساحلي ښار نیولی او د میون یا پریم ټاپو ته رسېدلي دي. د یمن حکومت څلور سرچینې د جمعې په ورځ روېټرز ته ویلي چې حوثیان د بابالمندب تنګي کې میون ټاپو ته رسېدلي دي. مخکې له دې، دوو حکومتي سرچینو تایید کړې وه چې دولتي ځواکونه له ټاپو شاتګ کړی او حوثیانو د ذو باب ښار هم نیولی دی.
ذو باب د بابالمندب تنګي پر غاړه موقعیت لري، پداسې حال کې چې میون ټاپو د همدې تنګي په منځ کې پروت دی. د دغو سیمو کنټرول د نړیوالو سوداګریزو سمندري لارو د څار او کنټرول لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. حوثیانو مخکې د تعز ولایت په جنوب کې ستراتیژیک المخا بندر او حنیش ټاپوګان هم نیولي دي.
د روېټرز راپور ښيي چې حوثیانو د یمن له شمال او ګڼنفوسه سیمو څخه د خپل کنټرول له ټینګولو وروسته، اوس د هېواد د لویدیځو ساحلونو پر لور د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي. د یمن حکومت څلور پوځي سرچینې هم تایید کړې چې حوثیانو د المخا تاریخي ښار نیولی دی، چې دا ښار د بابالمندب تنګي شاوخوا ۷۵ کیلومتره شمال ته موقعیت لري.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان خمیس مشیط، ابها او جازان ښارونه په بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په نښه کړي. په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم ویلي چې د انرژۍ د سکټور یو شمېر تأسیسات په بریدونو کې لګېدلي او د ځینو فعالیتونه مؤقتاً درول شوي دي.
موضوع: حوثي ځواکونه د یمن د بابالمندب تنګي ته نږدې شوي
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports