د یمن په لویدیځ کې راپورونه ښیي چې حوثیانو د پنجشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۹مه، د «المخا» بندر نیولی دی. دا بندر د باب‌المندب تنګي ته نږدې موقعیت لري. د یمن حکومت څلور پوځي سرچینې د روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې حوثیانو د المخا تاریخي ښار کنټرول ترلاسه کړی دی. المخا د باب‌المندب تنګي شاوخوا ۷۵ کیلومتره شمال ته پروت دی، او دا پرمختګ ممکن د حوثیانو واک په دې تنګي کې زیات کړي چې د نړیوالو سمندري سوداګرۍ لپاره مهمه لاره ده.

د حوثیانو سره نږدې رسنیو راپور ورکړی چې د دوی ځواکونو د تعز ولایت په سیمه کې د «خالد بن ولید» پوځي مرکز او المخا بندر ته تللې څلورلارې نیولي دي. د روېټرز سرچینې وایي چې حوثیانو په سره سمندر کې د ستراتېژیکو «حنیس» ټاپوګانو پر وړاندې هم بریدونه پیل کړي، او دولتي ځواکونه د ذُباب سیمې ته د شاتګ په حال کې دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان خمیس مشیط، ابها او جازان ښارونه په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په نښه کړي. د دې بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم ویلي چې د انرژۍ د سکټور څو تأسیسات په دې بریدونو کې زیانمن شوي، او د یو شمېر تأسیساتو فعالیتونه مؤقتاً درول شوي دي. حوثیانو د دې بریدونو مسئولیت منلی او ادعا کوي چې د «لسګونو» بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې د سعودي عربستان په جنوبي ښارونو کې د ارامکو تأسیسات په نښه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي چې دغه بریدونه د سعودي عربستان د پوځي عملیاتو د زیاتېدو په غبرګون کې شوي دي. ریاض تر اوسه په رسمي توګه د حوثیانو د ادعاوو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

موضوع: حوثیانو د یمن المخا بندر نیولی

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ