د هرات اوسېدونکي د ټاپي د ګازو نل‌لیکې پروژې پرمختګ ته خوشحاله دي او تمه لري چې د ترکمنستان ګاز د انرژۍ د کمښت ستونزې حل کړي. د هرات د کارپوهانو د شورا مشر محمد رفیق شهیر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په پنځمه) ازادي راډیو ته وویل چې د ترکمنستان ګازو رسېدو سره به د خلکو ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي. هغه وویل: "د ګازو رسېدل د خلکو لپاره اساسي بدلونونه راوړي، ځکه چې موږ به ارزانې انرژۍ ته لاسرسی ولرو، چې له دې لارې به برېښنا تولید کړو او د کورونو ګرمولو کې هم کار واخلو."

شهیر زیاته کړه چې د ګازو بیه به ارزانه وي، او کله چې د ګازو په مرسته برېښنا تولید شي، نو د اجناسو بیې به راټیټې شي. د هرات یو بل اوسېدونکی، عبدالصبور رحماني، وویل چې د ټاپي پروژې کارونه په چټکۍ سره روان دي او خلک د ګازو د وېش پیل ته سترګې په لار دي. هغه هیله لري چې ګاز په مناسب قیمت خلکو ته ورکړل شي.

ترکمنستان پلان لري چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه هرات ته د ټاپي د ګازو نل‌لیکه غځول بشپړ کړي. د هرات یو اوسېدونکی چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، وویل چې ترکمن انجنیران د طالبانو د امنیتي ځواکونو په ملتیا د پروژې کارونه پر مخ وړي. ترکمن چارواکي وايي چې د نل‌لیکې دا برخه به د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې تر هرات د ګازو لېږد پیل کړي. د راپورونو له مخې، د ټاپي نل‌لیکې غځولو لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی. ترکمنستان هیله لري چې د دې پروژې له لارې نړیواله مالي پانګونه راجلب کړي.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي، په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري. د روېټرز د راپور له مخې، هند او پاکستان په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز واردوي. د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی، خو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدو له امله پانګه‌وال د دې پروژې په تمویل کې زړه ښه نه کوي.

موضوع: هرات ته د ټاپي د ګازو نل‌لیکه غځول

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ