بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې د پخواني صدراعظم عمران خان خپلوان او د تحریک انصاف ګوند غړي دې سمدستي خوشې کړي. دغه سازمان په خپل بیان کې ویلي، چې نیول شوي کسان یوازې د کورنیو اړیکو، سیاسي تړاو او د اعتراضونو د پلانولو له امله په نښه شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ، د سنبلې په ۳۱مه، پر اېکسپاڼه لیکلي چې د عمران خان د کورنۍ غړي او د تحریک انصاف فعالان د بیان د ازادۍ او سولهییزو غونډو د حقونو سرغړونه کوي. دغه سازمان په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې چې دا ډول اقدامات په پاکستان کې د موجوده محدودیتونو د سختوالي نښه ده.
د لاهور د پولیسو کمېشنر تېره یکشنبه د عمران خان د درېیو خویندو او د تحریک انصاف د یو شمېر فعالانو د نیولو حکم صادر کړ. نیول شوي کسان د لاهور یوې زندان ته ولېږدول شول. دا نیونې په داسې حال کې ترسره شوې چې تحریک انصاف ګوند د راتلونکې شنبې په ورځ د اسلاماباد پر لور یو پراخ اعتراضي لاریون پلان کړی دی.
عمران خان، چې ۷۲ کلن دی، له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی. هغه او د هغه مېرمن، چې په یوه قضیه کې د فساد په تور هر یو پر ۱۷ کاله بند محکوم شوي، وايي چې پر دوی لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري. د بخښنې نړیوال سازمان له حکومته غوښتنه کړې چې د نیول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره اقدام وکړي.
موضوع: د عمران خان د کورنۍ د غړو نیونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS