اوکراینۍ ځواکونو تېره شپه د لیبیا سواحلو ته نږدې یوه روسي جنګي بېړۍ او یوه کارګو کښتۍ په سمندري ډرون بریدونو سره وویشتل. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په خپله ایکس پاڼه کې د دې بریدونو اړوند یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې د بریدونو بریالیتوب تایید شوی دی.

زیلینسکي وویل چې د اوکراین امنیتي ځواکونو د روسیې جنګي بېړۍ، چې مرکیوري نومیږي، ډوبه کړې ده. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د روسیې یوه کارګو کښتۍ هم، چې وسلې یې لیږدولې، د برید هدف ګرځېدلې ده.

د لیبیا چارواکو تایید کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان په مرکیوري بېړۍ کې ټپیان شوي. روسیه په لیبیا کې د نفوذ د لاسته راوړلو هڅه کوي، حال دا چې لیبیا ادعا کوي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې کې ښکېله نه ده.

د لیبیا د ختیځ حکومت د اوکراین د دې بریدونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دا بریدونه یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض او د سمندري امنیت لپاره ګواښ بللي دي. د لیبیا حکومت د دې بریدونو په اړه د نړیوالې ټولنې توجه غواړي، ترڅو د سمندري امنیت او حاکمیت د ساتنې لپاره اقدامات وشي.

موضوع: اوکراین د روسي جنګي بېړۍ په ډوبولو کې بریالی شو

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ