د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې «افغان ایواک» مشر شان وان دایور یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره ممکن د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دوهمه له ۱۵۰ زیات افغانان له لویزیانا ایالته په الوتکه کې پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي. وان دایور د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې په دغو کسانو کې ډېری د هغو افغانانو د کورنیو غړي دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې خدمت کړی دی. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې د امریکا له کانګرس او سپینې ماڼۍ سره اړیکې ونیسي او د دې الوتنې د مخنیوي غوښتنه وکړي.
د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټن څخه یې غوښتنه کړې چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤولانه چلند وکړي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه هر ډول پرېکړه باید د دواړو لورو په همغږۍ او د اړوندو کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره وشي. په اعلامیه کې له درېیمو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د لنډمهاله امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانانو د خوندي، باعزته او داوطلبانه راستنېدو لپاره همکارۍ ته چمتو دی. تر دې مخکې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې په لویزیانا کې لسګونه افغانان نیولي او د هغوی د ایستلو پلان لري. د ورځپاڼې په وینا، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې او افغانستان ته په ستنېدو سره ښايي له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.
بلخوا، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د اکتوبر په دېرشمه محکمې ته په سپارل شوي سند کې تایید کړې چې د یوې ځانګړې الوتنې منزل پاکستان دی او وروسته به اړوند کسان افغانستان ته لېږدول کېږي. د «افغان ایواک» ټولنې په وینا، د ځینو افغانانو د ایستلو په حکمونو کې افغانستان د مقصد هېواد په توګه یاد شوی، خو پاکستان پکې نه دی ذکر شوی.
د دې موضوع په اړه د افغان کډوالو د حقونو مدافعان اندېښنه لري، ځکه چې پاکستان په وروستیو کلونو کې په پراخه کچه افغان کډوال ایستلي دي. د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې مشر وان دایور هم له کانګرسه غوښتنه کړې چې افغانانو ته د موقتي خوندي وضعیت یا ټي پي اېس د برابرولو لپاره قانوني اقدام وکړي، څو له احتمالي ایستلو خوندي شي.
موضوع: د افغانانو د ایستلو اندیښنې
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports