کله چې د کابل ښار کورونه تیاره شي، د خلکو ژوند او کارونه هم له مشکلاتو سره مخ کیږي. نازنین، چې په کابل کې خیاطي کوي، د برېښنا د کمښت له امله اړ ده چې د خیاطۍ ماشین په لاس وچلوي او د اوتو کولو لپاره له ګاز څخه کار واخلي. هغې ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنا د منظم جریان نشتوالی نه یوازې د خیاطۍ کار ستونزمن کړی، بلکې د کورنۍ ورځني کارونه هم له خنډونو سره مخ کړي دي. نازنین وایي، برېښنا د شپې په داسې ساعتونو کې راځي چې ټول غړي ویده وي، چې له دې امله د کار کولو امکان نه لري.
د نازنین ستونزه د افغانستان د میلیونونو خلکو د ژوند یوه عامه کیسه ده. دغه هېواد له کلونو راهیسې د برېښنا له کمښت سره مخ دی، او مختلف حکومتونه د دې ستونزې په حل کې بریالي نه دي شوي. په دې ترڅ کې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په کابل کې د انرژۍ د اوونۍ غونډه جوړه کړه، چې په کې د برېښنا د کمښت او نشتوالي په اړه شکایتونه وشول.
د غونډې هدف په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د پانګونې او ګډو همکاریو پراختیا وه. د غونډې ګډونوالو د افغانستان د انرژۍ ستونزو ته د حل لارې او د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خانجان الکوزي وویل چې د جګړو له امله افغانستان په زېربنايي برخو کې شاته پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه وګړي پرلهپسې برېښنا نه لري. د انرژۍ کمښت د روغتیا، زدهکړو، کرنې او سوداګرۍ برخې ته زیان رسوي. د غونډې په ترڅ کې د افغانستان نړیوال بانک او د «۷۷ کانسټراکشن ګروپ» ترمنځ د بادي برېښنا د یوې پروژې د پلي کولو لپاره هوکړهلیک لاسلیک شو، چې د دې پروژې لومړنی ظرفیت ۴۰ مېګاواټه ټاکل شوی دی.
موضوع: د کابل ښار کې د برېښنا کمښت
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports