د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې اسلام آباد د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو ټینګار کوي چې د دې خبرو اترو د پرمختګ لپاره د طالبانو نه عملي او محسوس اقدامات غواړي، نه یوازې اطمینان. طاهر اندرابي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د پنجشنبې په ورځ د دې وزارت په اونیزه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو د داخله وزیر د امنیتي اندیښنو د حل لپاره د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز ته په ځواب کې، هر ډول دوه اړخیزه میکانیزم باید "پر عملي اقداماتو ولاړ وي، نه یوازې اطمینان".
اندرابي بیا ټینګار وکړ چې طالبان باید یقیني کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه نه ترسره کېږي. هغه همدارنګه د طالبانو نه غوښتنه وکړه چې د نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه د دوحې د توافقنامې سره سم، پابند پاتې شي او وویل چې افغانستان باید د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (تي ټي پي) او د بلوچستان د آزادۍ اردو (بي ال ای) د فعالیتونو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان څو ځله د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو د ترسره کولو رد کړی او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې اسلام آباد د افغانستان سره د "اداري همغږۍ" لپاره چمتو دی، په دې شرط چې دا همکاري د تروریزم پر ضد مؤثر او باوري اقداماتو ته لار هواره کړي.
پاکستان مخکې هم طالبانو ته تور لګولی چې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. طالبان دغه تور ردوي او وایي چې د پاکستان په دننه کې د وسله والو فعالیتونه د دې هېواد داخلي مسله ده او اسلام آباد باید د خپلو امنیتي مشکلاتو مسولیت افغانستان ته ورنکړي.
موضوع: پاکستان د طالبانو سره د خبرو اترو چمتووالی
سرچینه: Azadi Radio خبر ها