ویډیو پای ته ورسېده
یونسکو: افغانستان کې لا هم میلونونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي
یونسکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې لا هم میلونونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي. راپور کې د ماشومانو د تعلیمي وضعیت په اړه اندیښنې څرګندې شوې دي، چې په ځانګړي ډول د نجونو تعلیم ته اشاره شوې ده. د یونسکو د معلوماتو له مخې، د امنیتي وضعیت، اقتصادي ستونزو او د تعلیمي بنسټونو د کمښت له امله، د ماشومانو د ښوونې او روزنې پروسې ته زیان رسېدلی دی. د دې ادارې د چارواکو په وینا، د ماشومانو د تعلیم د خوندیتوب لپاره نړیوالې ټولنې ته اړتیا ده چې د افغانستان د تعلیمي نظام ملاتړ وکړي. د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره د هڅو زیاتول او د تعلیمي فرصتونو پراخول د دې راپور اساسي ټکي دي.
سرچینه: VoA Pashto