د کابل ښار په کوڅو او لارو کې ګڼ شمېر ماشومان لیدل کیږي چې د بې وزلۍ له امله ښوونځي ته نه شي تللی. د دې ماشومانو د کار کولو اړتیا د هغوی د تعلیم حق له منځه وړی دی. د کابل اوسیدونکي هم په دې اړه اندیښنه لري او وایي چې د پخوا په پرتله د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی. دا وضعیت د ټولنې لپاره یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي چې باید ورته توجه وشي.
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports