ترکي المالکي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزارت او د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند دی، ویلي چې د حوثیانو له لوري پر سعودي عربستان ترسره شوي برید کې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، المالکي نن سهار (جمعه، ۱۶ د زمري) وویل چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په سوېل کې د نجران ولایت په سیمه کې ترسره شوی دی. هغه زیاته کړه چې په ټپیانو کې اووه سعودي اتباع، دوه مصري، یو یمني او یو پاکستانی وګړی شامل دي.

مالکي همدارنګه وویل چې په ټپیانو کې یو څلور کلن ماشوم هم دی چې د دویمې درجې سوځېدنې له امله ټپي شوی دی. هغه حوثیان د ملکي سیمو په ړندو توغندیزو بریدونو او د نړیوال بشردوستانه قانون په سرغړونه تورن کړل.

مالکي څرګنده کړه چې ائتلاف به د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د ټولو اړینو اقداماتو ترسره کولو ته دوام ورکړي. تر اوسه حوثیانو د سعودي دفاع وزارت او د ائتلاف د ویاند د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

حوثیانو له سعودي عربستان سره اوربند پای ته ورساوه وروسته له هغې چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن پر پلازمېنې صنعا هوايي ډګر برید وکړ. وروسته له دې، حوثیانو په سعودي عربستان کې پر ځینو هدفونو بریدونه وکړل.

دغه وسله واله ډله، چې له ایران څخه ملاتړ لري، د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان هم کړی او ادعا یې کړې چې تر اوسه یې په سره سمندر کې د سعودي عربستان اته د تېلو ټانکرونه په نښه کړي دي.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ