سازمان عفو بین‌الملل وايي چې د طالبانو لخوا د "نهاد تحقیقاتی حقوق زنان و کودکان" شپږ کارمندان بې ځایه نیول د اندیښنې وړ دی.

دې سازمان د جمعې په ورځ، د اسد په ۱۶مه نېټه، په ایکس کې یوه اعلامیه خپره کړه، چې په کې یې غوښتنه کړې چې طالبان دې ژر تر ژره دغه کسان آزاد کړي او د انتقاد کوونکو د غږونو د خاموشولو لپاره د سرکوب کمپاین ته پای ورکړي.

عفو بین‌الملل د دې نیونې په اړه وویل چې دا د طالبانو د بشري حقونو او مدني فضا پر وړاندې د دوامداره بریدونو یوه برخه ده. طالبانو د سرطان په میاشت کې د کابل په ښار کې د نهاد تحقیقاتی حقوق زنان و کودکان دفتر ته یرغل وکړ، چې په ترڅ کې یې شپږ کارمندان ونیول او د نهاد وسایل او تجهیزات یې ضبط کړل.

دا نهاد د زرقا یفتلي لخوا تاسیس شوی، چې اوس مهال په بهر کې ژوند کوي. تر اوسه پورې طالبانو د دې کارمندان د نیونې او د نیونې علت په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، هم د دې کسانو د آزادۍ غوښتنه کړې ده. عفو بین‌الملل د دې نیونې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د کړنو یوه نښه بولي او د نړیوالې ټولنې د پام غوښتنه کوي.

د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالو سازمانونو لخوا د طالبانو د دې کړنو په اړه غبرګونونه او اندیښنې د دې ښودنه کوي چې د بشري حقونو وضعیت په افغانستان کې لا هم خراب دی.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز

خبر شریک کړئ