د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د زړه ناروغیو د درملنې روغتون په کابل کې د پرانیستلو راهیسې، تر اوسه پورې ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات ترسره شوي دي. دا عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او روغتیا پالانو له لوري ترسره کیږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شنبې په ورځ یې په خپله ایکسپاڼه کې خبر ورکړی چې له دې جراحي عملیاتو وروسته ۹ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته روغتون څخه رخصت شوي دي. د دې ټولنې په وینا، په دې روغتون کې هره ورځ له څلورو نه تر شپږو پورې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د جراحي عملیاتو ترسره کول ممکن دي.
د کابل په دې روغتون کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې لپاره ځانګړي خدمات وړاندې کیږي، تر څو اړمن ناروغان په هېواد کې دننه له وړیا روغتیايي خدمتونو برخمن شي. مخکې له دې، د افغاني سرې میاشتې له خوا، ګڼ شمېر زړه سوري ناروغ ماشومان د کابل مختلفو روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شوي وو.
د دې ترڅنګ، ځینې نور ماشومان چې په مختلفو ناروغیو اخته وو، بهر ته، په ځانګړي توګه جرمني ته لیږل شوي، چیرې چې د جرمني «د سولې کلي» بنسټ د هغوی لپاره وړیا درملنه ترسره کړې ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنه د دې روغتون د پرانیستلو له امله خوشحاله ده او هیله لري چې په راتلونکي کې به نور هم د زړه ناروغۍ لرونکي ماشومان د درملنې لپاره مرسته وکړي.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS