د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې (سنتکام) اعلان وکړ چې د دوشنبې په سهار، د سرطان ۲۲مه، د ایران پر نظامي اهدافو د خپلو تازه حملاتو لړۍ پای ته ورسیده. په دې حملاتو کې د دې هېواد په مختلفو سیمو کې د دقیقې لارښوونې مهماتو په کارولو سره، ګڼ شمېر اهداف ویشتل شوي دي.
سنتکام زیاته کړه چې دغه عملیات د ایران د نظامي تاسیساتو پر ضد ترسره شوي او هدف یې د ایران د نظامي ځواک کمزوری کول دي. د دې تر څنګ، اروپا د دې جګړو د پای ته رسولو او د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده. د اروپایي هېوادونو چارواکي په دې باور دي چې د جګړې دوام به د سیمې امنیت ته زیان ورسوي او د سولې پروسې ته به خنډ واچوي.
سرچینه: Azadi Radio جهان