د کویت اقتصادي پرمختیا صندوق د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) سره په همکارۍ، ۵ میلیون ډالره مالي مرسته د افغانستان او سوریې د بشردوستانه پروګرامونو ملاتړ لپاره ځانګړې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې د لاسلیک شویو توافقاتو له مخې، د دې مرستې نیمه برخه، یعنې ۲.۵ میلیون ډالره، د افغانستان بشردوستانه صندوق ته او ۲.۵ میلیون ډالره نور د سوریې بشردوستانه صندوق ته ورکول کیږي. دا صندوقونه د دې ادارې لخوا مدیریت کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې دا مرستې به د زیانمنو خلکو د عاجلو اړتیاوو پوره کولو، د مرستندویه پروژو د پلي کولو او د اړتیا لرونکو ټولنو ته د ژغورنې خدماتو د وړاندې کولو لپاره وکارول شي.

دا مرسته د هغو خلکو لپاره چې د بشري بحرانونو سره مخ دي، د ژوند د ښه کولو او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه ده. د افغانستان او سوریې وضعیت په دې وروستیو کې د بشري مرستو اړتیا ته لا زیات اړتیا لري، او دا مرسته به د دې هیوادونو د خلکو لپاره د امید یوه نوې لاره پرانیزي.

کویت د بشردوستانه مرستو په برخه کې تل فعال دی او دا نوې مرسته د دې هیواد د بشردوستانه ژمنو یوه څرګندونه ده، چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د بشري بحرانونو د حل لپاره کوښښ کوي.

سرچینه: Azadi Radio جهان

خبر شریک کړئ