د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د مرستو د کموالي له امله شاوخوا ۸.۳ میلیونه کډوال او بې ځایه شوي خلک ممکن د مرستې له لاسرسي محروم شي. دا راپور د سه شنبې په ورځ خپور شو، چې د رویټرز خبري اژانس له قوله دی. د دې ادارې د مالي وضعیت خرابوالی د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له لوري د مرستو د کموالي له امله رامنځته شوی دی. د راپور له مخې، UNHCR د ۵.۷۸۹ میلیارد ډالرو د مالي کمښت سره مخ دی، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د مرستو ۲۴ سلنه کموالی ښیي.

د ۲۰۲۶ کال لپاره، UNHCR یوازې ۳۲ سلنه د ۸.۵۰۵ میلیارد ډالرو اړتیاوې پوره کړې دي، پداسې حال کې چې د بې ځایه شویو او بې وطنه خلکو شمېر لا هم د تاریخ په کچه لوړ دی. د ادارې په وینا، تمه کیږي چې د دې ادارې د مسوولیت لاندې نفوس د کال په پای کې ۱۳۱.۲ میلیونه ته ورسیږي، چې د تیر کال په پای کې ۱۲۹.۴ میلیونه و.

راپور کې ویل شوي چې د مرستو د کموالي له امله د کډوالو د ثبت، د ماشومانو د ساتنې پروګرامونو او د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره خدماتو باندې منفي اغیزې رامنځته کیږي. په چاډ کې، چیرته چې کډوال د سوډان له جګړې څخه تښتیدلي، ۳۱۹ زره خلک د ثبت په پروسه کې ځنډ سره مخ دي.

په سوډان کې، چې د ملګرو ملتونو له نظره د نړۍ تر ټولو بد کډوالۍ بحران دی، شاوخوا ۱۴۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي د ثبت نه دي شوي. په افغانستان کې، د کډوالو ادارې د هغو خلکو لپاره چې هېواد ته راستنیږي، مرستې له ۳۷۵ ډالرو څخه ۱۷۰ ډالرو ته راکمې کړي دي، پداسې حال کې چې په دې کال کې له یو میلیون څخه زیات خلک هېواد ته راستون شوي دي.

د UNHCR چارواکو ویلي چې د نورو لګښتونو کمولو تدابیر د مالي کمښتونو د پوره کولو لپاره کافي نه دي، په داسې حال کې چې د دوی کارکوونکي په ۲۰۲۵ کال کې ۳۳ سلنه کم شوي، او په ۱۴۰ ځایونو کې دفترونه تړل شوي دي.

موضوع: د کډوالو د مرستو کموالی

سرچینه: Ariana NEWS

خبر شریک کړئ