د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف ویلي چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سرحد امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو څخه دی. هغه په مسکو کې د سپتمبر په ۸مه نیټه د تاجکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې پر مهال وویل چې روسیه او تاجکستان نږدې نظامي همکاري لري او د تاجکستان ۲۰۱م نظامي اډه د بهرنیو ګواښونو په وړاندې چمتو ده.

بیلوسوف زیاته کړه: "موږ د ګډ امنیت د تړون سازمان، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د خپلواکو دولتونو د ټولنې په چوکاټ کې د ګډ امنیت د فورمونو پراختیا ته دوام ورکوو، په ځانګړې توګه د تاجکستان د سرحد د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان سره." هغه تاجکستان د ستراتیژیک شریک په توګه یاد کړ او وویل چې مسکو د دوشنبې سره د امنیتي همکارۍ پیاوړتیا ته دوام ورکوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د روسیې او تاجکستان ترمنځ د امنیت او دفاع همغږي زیاته شوې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره هفته د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په حاشیه کې د تاجک ولسمشر امامعلي رحمان سره په یوه ناسته کې وویل چې مسکو د افغانستان د وضعیت په اړه د دوشنبې اندیښنو ته پاملرنه کوي.

پوتین همدارنګه وویل چې دواړه هېوادونه د سیمه ییز ثبات سره تړلو امنیتي مسایلو په اړه نږدې اړیکې لري. د ګډ امنیت د تړون سازمان هم د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سرحد د پیاوړتیا لپاره یوه پراخه پروګرام په خپل اجنډا کې شامل کړی دی. د دې پروګرام له مخې، سازمان تمه لري چې تاجکستان ته نظامي او تخنیکي تجهیزات ورکړي ترڅو د سرحد امنیتي وړتیاوې پیاوړې کړي.

روسيه او تاجکستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو په اړه د امنیتي همکارۍ پراختیا ته دوام ورکړی دی. مسکو د تاجکستان په خاورې کې د خپل نظامي شتون ته د دوشنبې سره د دفاعي شراکت یوه مهمه برخه ګڼي. د افغانستان اسلامي امارت په مکرر ډول ویلي چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکاروي.

موضوع: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سرحد امنیت

سرچینه: Ariana NEWS

خبر شریک کړئ