د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) خبرداری ورکړی دی چې د ایران د جګړې له پیل شپږ میاشتې وروسته، شاوخوا ۴۰۰ بېړۍ لا هم په خلیج کې بندې پاتې دي. په دې حال کې، زرګونه سمندري کارکوونکي د خطرونو سره مخ دي. د IMO سرمنشي ارسینیو دومینګېز د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "که څه هم ځینې بېړۍ او د هغوی عمله توانېدلې چې له خلیج څخه ووځي، خو تر ۴۰۰ پورې بېړۍ، چې شاوخوا ۶۰۰۰ سمندري کارکوونکي پکې شامل دي، نه دي توانېدلي چې په خوندي ډول له سیمې ووځي."

د IMO د معلوماتو له مخې، د ایران د جګړې له پیل راهیسې په خلیج کې، په ځانګړي ډول په هرمز تنګي کې، پر نړیوالو بېړیو ۷۰ بریدونه ثبت شوي چې په دې کې ۱۹ سمندري کارکوونکي وژل شوي دي. دومینزېز وویل، د سمندري امنیت وضعیت د نړۍ په کچه خراب شوی دی، او دا حالت د بې ګناه سمندري کارکوونکو لپاره د اندیښنې وړ دی.

هرمز تنګی د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې یوه مهمه نقطه ده. د جګړې له پیل مخکې، دغه تنګی د سوداګریزو بېړیو لپاره پرانیستی و. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، له هغه وخته چې اسراییل او امریکا پر ایران بریدونه پیل کړل، شپږ میاشتې تیریږي، خو د جګړې د پای ته رسولو هڅې لا هم خنډونه لري.

ایران د امریکا څخه امتیازاتو غوښتنه کوي، پداسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "اقتصادي جګړې" له لارې د تهران پر فشار زیاتولو هڅه کوي. د امریکا سمندري ځواک د ایران پر بندرونو سمندري کړۍ ټینګه کړې، تر څو د عوایدو او مالي سرچینو د رسېدو مخه ونیسي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام ویلي چې امریکايي ځواکونو تر اوسه ۸۲ سوداګریزې بېړۍ له خپلې اصلي لارې اړولې، درې یې له کاره غورځولې او دوو ته ور ننوتي دي. ټرمپ په دې وروستیو کې ادعا کړې چې هرمز تنګی له ماینونو پاک او "۱۰۰ سلنه" د امریکا تر کنټرول لاندې دی، خو ځینې پوځي شنونکي د دې ادعا سره مخالفت کوي او وایي چې د بېړیو د خوندي تېرېدو لپاره احتیاط ته اړتیا ده.

موضوع: د ایران جګړې له پیل وروسته سمندري وضعیت

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ