د بشري حقونو نړیواله اداره (امنسټي انټرنیشنل) د پاکستان د طبي او دندانپزشکي شورا د هغه پرېکړې غندنه کړې چې افغان طبي محصلین یې د پاکستان نه افغانستان ته راستنیدو ته اړ باسي. دې ادارې دغه پرېکړه د تبعیض او غیر منطقي بللې ده.
امنسټي انټرنیشنل ویلي چې دا پرېکړه به په ځانګړې توګه د افغان ښځینه محصلینو لپاره سختې پایلې ولري، ځکه چې ډېری یې د اسلامي امارت د محدودیتونو له امله په افغانستان کې د لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري.
ادارې زیاته کړې چې ګڼ شمېر محصلین د کلونو راهیسې د طب په برخه کې زده کړې کوي او اوس د دې خطر سره مخ دي چې د هغوی زده کړې ناڅاپه متوقف شي، په داسې حال کې چې د نورو ځایونو کې د زده کړو د دوام فرصتونه محدود دي.
امنسټي انټرنیشنل د پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د ملي اصل پر بنسټ د زده کړو حق ته درناوی وکړي او یوه انساني او عملي حل لاره غوره کړي چې افغان محصلینو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د زده کړو بشپړولو اجازه ورکړي.
د پاکستان د طبي او دندانپزشکي شورا د هېواد په عامه او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو ثبت لغوه کړی او د هغوی د فوري اخراج لپاره ګامونه پورته کړي دي.
موضوع: افغان محصلین د پاکستان نه راستنېدل
سرچینه: Ariana NEWS