عمر زواک هرات د افغانستان چمپیونز لیګ په شپږم فصل کې د توفان هرات پر وړاندې ۱-۰ بریا ترلاسه کړه. دغه لوبه د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون په میدان کې ترسره شوه. دواړو ټیمونو په لومړۍ نیمه کې د ګول کولو فرصتونه برابر کړل، خو هیڅ یوه ټیم د نیمې دورې تر پای پورې ګول نشو کولی.

عمر زواک هرات د لوبې په ۸۶مه دقیقه کې د شاداب ملک زاده په زړه پورې ګول سره د لوبې توازن مات کړ. توفان هرات په دې لوبه کې اته فاولونه وکړل او دوه زرد کارتونه یې ترلاسه کړل، پداسې حال کې چې عمر زواک هرات شپږ فاولونه وکړل او یوه زرد کارت او یوه سره کارت یې ترلاسه کړ.

توفان هرات به د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د آینو مینه کندهار سره مخ شي، پداسې حال کې چې عمر زواک هرات به د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د ابو مسلم فراه سره لوبه وکړي. د افغانستان چمپیونز لیګ د شپږم فصل لوبې په اریانا تلویزیون کې ژوندۍ خپرونې کیږي.

موضوع: عمر زواک هرات د توفان هرات پر وړاندې بریا

سرچینه: Ariana NEWS

خبر شریک کړئ