د افغانستان ملي کرکټ ټیم د دوشنبې په ورځ په بیلفاست کې د پنځو لوبو په لړۍ کې د ایرلند پر وړاندې په درې ویکټو بریالی شو. افغانستان د ټاس ګټلو وروسته لومړی د بالینګ پریکړه وکړه. ایرلند په ۴۶.۳ اوورونو کې د ۲۰۶ منډو په جوړولو سره آوټ شو، چې افغانستان ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه. د افغانستان لپاره راشد خان او الله محمد غزنفر هر یو درې ویکټې واخیستلې. د افغانستان بیټرانو په دویم اننګز کې ښه کارکردګي وښوده او په ۴۴.۵ اوورونو کې د اوو ویکټو په زیان سره هدف ترلاسه کړ. افغانستان په دې سیریز کې د دویمې لوبې په ترڅ کې هم د ۹۲ منډو په توپیر بریالی شوی و. د دواړو ټیمونو ترمنځ څلورمه لوبه به د اګست په ۱۲مه، چهارشنبه، په بیلفاست کې ترسره شي. مینه وال کولی شي څلورمه لوبه په افغانستان کې د آریانا تلویزیون له لارې ژوندۍ او ځانګړې وګوري.
موضوع: افغانستان د ایرلند پر وړاندې کرکټ لوبه
سرچینه: Ariana NEWS