د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیئت په افغانستان کې (یوناما) وايي چې د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د جګړې زیاتره غیرنظامي قربانیان لا هم له عدالت او جبران خسارت څخه بې برخې پاتې دي.
یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې، په افغانستان کې له ۴۰ زرو څخه زیات غیرنظامیان وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې په وینا، هغه قربانیان چې د عدالت د ترلاسه کولو لپاره هڅې کړي، زیاتره ناکام شوي دي.
یوناما په دې راپور کې د افغانستان د مسلح منازعاتو قربانیانو تجربې او اړتیاوې هم څېړلي دي. د ملګرو ملتونو سازمان یادونه کړې چې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره د داخلي او نړیوالو هڅو مخه د ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې ده.
یوناما د قربانیانو د حقونو او د عدالت د ترلاسه کولو په لاره کې د خنډونو په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي چې د دې قربانیانو د حقونو د ساتنې لپاره لا هم کافي اقدامات نه دي شوي. د دې ادارې راپور د دې حقیقت څرګندونه کوي چې د جګړې قربانیان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیئت په دې راپور کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د محاکمې لپاره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. یوناما ټینګار کړی چې د قربانیانو د حقونو د ساتنې لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.
موضوع: د افغانستان د جګړې قربانیان
سرچینه: Azadi Radio افغانستان