په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون، په هرات کې د اسلام کلا له پولې لیدنه کړې او له افغان راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو پر مرستو یې ټینګار کړی دی.
یوناما د پنجشنبې په ورځ «د تلې په نهمه» په خپله فېسبوک پاڼه د دې لیدنې وېډیو خپره کړې ده. دغه سازمان وايي، د دې سفر هدف له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو د رسولو د بهیر ارزول و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو سږ کال له ایران او پاکستانه د شاوخوا ۲.۷ میلیونه راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی. دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله له دې دوو هېوادونو څخه راستنېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې دغه بهیر یې بېساری بللی دی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره د مرستو اړتیا په زیاتیدو ده.
جورجیت ګانیون د راستنېدونکو افغانانو سره د لیدنې پر مهال د مرستو د رسولو پروسې اهمیت څرګند کړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه به د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
موضوع: افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستنېدل
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS