په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) خبر ورکړی چې د طالبانو پوځي محکمې د دې ډلې د ځواکونو پر ضد د شکایتونو د ثبت او ترلاسه کولو مخه نیسي. یوناما د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۹مه، د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د «په افغانستان کې د امنیتي سکتور حساب ورکونه» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.

یوناما په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو پوځي محکمې د شکایت کوونکو سره د مرستې پر ځای، هغوی ته ویلي چې د مجاهدینو پر ضد شکایتونه مه ثبتوئ. دا عمل د مجازاتو د نه‌مسوولیت فضا لا پیاوړې کوي. د راپور له مخې، هغه شکایتونه چې ثبت شوي، اکثره وخت د منځګړیتوب له لارې بندي شوي او دوسیې یې تړل شوې دي.

یوناما همدارنګه یادونه کړې چې په ځینو مواردو کې د طالبانو امنیتي منسوبین د جرمونو له امله نیول شوي، خو وروسته د محکمې له لوري د منځګړیتوب له لارې خوشې شوي دي. د دې راپور له مخې، د قضیو د تړل کېدو یا ردولو په اړه لازم معلومات نه شته، او دا پرېکړې نه په عامه توګه اعلان شوي او نه هم منظم راپور ورکړل شوی دی.

د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي چې د شکایتونو او څېړنو په اړه د روڼو معلوماتو نشتوالی د حساب ورکونې کچه نه شي ارزول کېدای. هغې د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د شکایتونو پر وړاندې د حساب ورکونې پروسې ته وده ورکړي.

یوناما ټینګار کړی چې د شکایتونو د ثبت او څېړنې لپاره باید خوندي او ټول‌شموله میکانیزمونه رامنځته شي، ترڅو ټول کسان وکولی شي خپلې اندېښنې پرته له ویرې راپور کړي.

موضوع: د طالبانو د پوځي محکمې د شکایتونو ثبت

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ