د خیبرپښتونخوا ایالت کوهاټ ښار کې د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۱۸مه) یوه مرګونې چاودنه رامنځته شوه. دا پېښه د پولیسو مرکز جومات ته نږدې شوې، چې د لمونځ کوونکو د جمعې لمونځ وروسته رامنځته شوه. زبیر خان، چې د پېښې شاهد و، وویل چې د چاودنې غږ واورېد او بېرته جومات ته لاړ. هغه زیاته کړه: "موږ لمونځ وکړ او له جومات څخه راووتو، پر موټرسایکل لږ مخته تللي وو چې چاودنه وشوه، بېرته راغلو، ما خپله د لږترلږه دوو ماشومانو په ګډون د ۱۳ یا ۱۴ کسانو جسدونه پورته کړل او روغتون ته مو انتقال کړل."

د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد د پېښې په اړه وویل چې له چاودنې وروسته د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې. د هغه په وینا، د بریدکوونکو شمېر ۷ کسان و، چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې لږترلږه ۶ برید کوونکي وژل شوي دي. نوید احمد وویل: "په پیل کې یو ځان وژونکی د پولیسو د مرکز پر دېوال چاودنه وکړه او وروسته نور وسله‌وال د پولیسو مرکز ته ننوتل، د چاودنې له کبله د روزنیز مرکز د ودانۍ ډېره برخه ونړېده."

د چارواکو په وینا، د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۰ ته رسېدلی او ټپیان ۷۸ ته رسېدلي دي. د نوید احمد په وینا، ډېره مرګ‌ژوبله پولیسو ته اوښتې ده. د پېښې ټپیان د (ډي اېچ کیو) روغتون ته انتقال شوي او د کوهاټ او هنګو سړکونه د ټرافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو او ټپیانو د شمېر په اړه معلومات غوښتلي دي. تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالین هم په دې ورځ اسلام‌اباد ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې وې.

موضوع: کوهاټ کې د چاودنې پېښه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ