د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د هوکړې هیلې زیاتې شوې دي، خو په دې ترڅ کې یوه بېړۍ د برید ښکار شوې ده. د یکشنبې په شپه، ۱۸ د زمري، د عمان ساحلونو ته نږدې یوه بېړۍ د کروز توغندي په برید کې ویشتل شوې.

ایراني رسنیو او نړیوالو شبکو راپور ورکړی چې د «سرغړونکې» په نوم یادې شوې بېړۍ د عمان په لور د سمندري کروز توغندي له خوا په نښه شوې. د دې پېښې انځورونه ښیي چې بېړۍ په سمندر کې اور اخیستی دی.

راپورونه وايي چې دغه بېړۍ د هرمز تنګي په ورودي برخه کې د مسندم ټاپووزمې د «کومزار» سیمې ته نږدې د برید وروسته اور اخیستی. تر اوسه پورې د ایران او عمان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرمز تنګي په اوبو کې د ایران د سپاه پاسداران لخوا پر بېړیو ګواښونه او بریدونه لا هم دوام لري. دغه اداره د شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو اړوند یوه نفت‌وړونکې بېړۍ د دې سمندري لارې په اوږدو کې د برید ښکار شوې بللې ده.

د دې ادارې په وینا، د هرمز تنګي له لارې سوداګریز تګ راتګ لا هم په ټیټه کچه او یوازې د ګوتو په شمېر بېړیو پورې محدود پاتې دی. د سپاه پاسداران بریدونه او اقدامات، چې پکې د بېړیو د پېژندنې لپاره راډیويي اړیکې، د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې او د سوداګریزو بېړیو هدفمند څارنه شامل دي، لا هم روان دي.

موضوع: د هرمز تنګي په اوبو کې د بېړۍ برید

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ