د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی یې داعش او نورې مخالفې ډلې "شروفساد" بولي، د ناامنیو لپاره نورستان ته راغلي دي. دغه وزارت په یوه بیان کې ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ وسله وال وژلي او ۳۲ نور یې نیولي دي. په بیان کې ویل شوي چې اکثره نیول شوي کسان پخواني افغان پوځیان دي چې پاکستان ته له تګ وروسته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي.

د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو د باختر خبري اژانس او ملي ټلویزیون له لارې د نیول شویو کسانو ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې د یو شمېر کسانو نیول او اعترافونه ښودل شوي. په یوه ویډیو کې د نصرالله په نوم نیول شوی وسله وال ادعا کوي چې د "ازادۍ جبهې" د پیسو د ورکړې په پلمه له ایرانه پاکستان ته راغلی او له وسلې ورکولو وروسته یې افغانستان ته راګرځیدلی.

د طالبانو مرستیال ولسوال مفتي محمد داوود مورال په یوه ویډیو کې ویلي چې د "شروفساد" ډلو حمله کړې وه او د جګړې په پایله کې ۲۵ کسان نیول شوي او ګڼ شمېر نور وژل شوي دي. د طالبانو ادعا ده چې ساحه د مجاهدینو په کنټرول کې ده او امنیت په بشپړه توګه تأمین دی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې د دوی جنګیالیو د طالبانو په وړاندې مقاومت کړی او د طالبانو ګڼ شمېر ځواکونه یې مړه کړي دي. د دې جبهې ادعا ده چې د نورستان د کامدیش او کونړ د ناړۍ ولسوالۍ ځینې سیمې یې نیولي دي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د دې نښتو په اړه نیوکه کړې چې ولې ځوانان د مرګ خولې ته اچول کیږي او ویلي یې دي چې چریکي جګړې د ستراتیژیک لیدلوري او ګډ کار ته اړتیا لري. ازادي او مقاومت جبهې لا د عطا محمد نور د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوی ترمنځ اړیکې سړې بلل شوي دي.

موضوع: د نورستان په کامدیش کې د طالبانو او مخالفو ډلو نښتې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ