د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ مه نېټه اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ایستلو پروسه بشپړه شوې ده. دې قوماندانۍ په دې اړه وویل چې د داعش پر ضد د "نه ماتېدونکي هوډ" په نوم د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېدلی دی.

د سینټکام په وینا، اوس د واشنګټن او بغداد ترمنځ اړیکې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پړاو ته داخلېږي. د کردستان د پیشمرګه ځواکونو په ګډون، عراقي امنیتي ځواکونه اوس توانېدلي چې د خپل هېواد امنیتي ګواښونه په خپلواکه توګه مدیریت کړي.

سره له دې چې د "نه ماتېدونکي هوډ" ګډ عملیاتي ځواک خپل فعالیت ته دوام ورکوي، د دې ځواک مرکز اوس اردن ته لېږدول شوی دی. امریکايي ځواکونه به په سوریه کې له ائتلافي او د سوریې له ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو ته ادامه ورکړي.

د اربیل هوايي اډه په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده، چې شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېري پکې مېشته وو. د دې اډې د تړلو سره، د عراق په شمال کې د امریکايي ځواکونو شتون د پام وړ کم شوی دی.

د دې پروسې بشپړیدل د امریکا د پوځ د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، چې هدف یې د عراق د امنیتي ځواکونو پیاوړي کول او د داعش د ګواښونو مخنیوی دی.

موضوع: د عراق په اربیل کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت پای ته رسېدنه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ