د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په بخشان سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ یوه سخته نښته رامنځته شوې ده. د بشري حقونو د څارونکې ډلې «حال‌وش» او نورو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه نښته د شنبې په سهار شاوخوا څلور بجې پیل شوه او له درېیو ساعتونو زیات دوام وکړ.

په سیمه کې د نښتې په ترڅ کې څو چاودنې او پرله‌پسې ډزې اورېدل شوې، چې له امله یې امنیتي ځواکونه سیمه محاصره کړې ده. ایراني چارواکي وایي، چې په دې نښته کې د وسله‌والو مخالفو ډلو یو شمېر غړي د تروریستي او ورانکارو فعالیتونو لپاره راټول شوي وو، او امنیتي ځواکونو د هغوی پر ضد عملیات ترسره کړي دي.

د مرګ ژوبلو دقیق شمېر او د وسله‌والو هویت لا نه دی څرګند. د «حال‌وش» ویبپاڼې راپور ورکړی چې د نښتې پر سیمې بې پېلوټه الوتکې الوتنې ترسره شوې او د یوه کور پر لور څه باندې شل توغندي لګېدلي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د والي د امنیتي مرستیال په حواله، حمله کوونکي د «دښمنانو» په توګه یاد شوي دي. د ایران نورو کورنیو رسنیو هم د نښتې او چاودنو ویدیوګانې خپرې کړې دي، چې د دې پېښې شدت او پراخوالی ښیي.

موضوع: د ایران په سراوان کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو نښته

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ