د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د دیني او فرهنګي مراکزو د تړل کېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دې راپورونو څېړنه په جدي توګه روانه ده او له طالب چارواکو سره به خبرې اترې وکړي.

بقايي زیاته کړه چې دا موضوع ایران ته خورا مهمه ده او حکومت یې له وړاندې په کابل کې د اړوندو چارواکو سره خبرې کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې د دې موضوع په اړه به د طالبانو سره جدي بحثونه ترسره شي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د شاوخوا لسو ورځو په موده کې د تبیان په نوم یو مرکز تړلی، چې د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن بلل کېږي. په دې مرکز کې ځینې کارکوونکي هم د لنډې مودې لپاره توقیف شوي دي.

تر دې مخکې، طالبانو د خاتم النبیین مرکز او مدرسه هم محاصره کړې او تخلیه یې کړې وه. همدارنګه، د تمدن ټلویزیون فعالیتونه هم د طالبانو له خوا درول شوي دي. د دې اقداماتو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت اندیښنې څرګندوي، چې د شیعه ګانو د دیني او فرهنګي فعالیتونو محدودول د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

ایران د دې وضعیت په اړه د طالبانو له چارواکو سره د خبرو اترو په لټه کې دی، ترڅو د شیعه ګانو د حقونو او د دیني آزادیو ساتنه وکړي.

موضوع: ایران د شیعه ګانو د دیني مراکزو د تړل کېدو په اړه اندیښنه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ