نازنین مهر، هغه نجلۍ چې آلمان ته کډه شوې، وایي چې د کډوالۍ پروسه د هغې لپاره د نوې ژوند پیل او د یو مختلف راتلونکي جوړولو فرصت دی. هغې وویل: "زه غواړم چې دلته خپل راتلونکی جوړ کړم او د خپل مسلک په برخه کې کار وکړم." نازنین اوس په ټولنیز کار کې بوخته ده او په همدې برخه کې زده کړې کوي. د هغې په وینا، آلمان کې ژوند د زده کړې، کار او د زیاتې آزادۍ تجربې لپاره فرصتونه برابر کړي دي. هغې زیاته کړه چې هغه ساده ورځني تجربې چې په افغانستان کې یې نه وې، اوس د هغې د عادي ژوند برخه ګرځېدلې دي.

نازنین وایي: "زه اوس د ټولنیز کار په برخه کې کار کوم او زده کړې هم کوم. په افغانستان کې ما د بایسکل چلولو فرصت نه درلود، خو اوس په پارک کې بایسکل چلوم او دا یوه عادي خبره ده. د کار، زده کړې، فکر او بیان آزادۍ ټولې فرصتونه ما ته برابر شوي دي." د نازنین لپاره، آزادۍ یوازې په لویو فرصتونو کې نه، بلکې په ورځني انتخابونو کې هم معنا لري.

بلخوا، مریم چې په افغانستان کې پاتې شوې، د طالبانو د حاکمیت لاندې ژوند یې کاملاً متفاوت دی. مریم چې مخکې له طالبانو د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې وه، د سیاست په برخه کې د فعالیت ارمانونه درلودل. خو د طالبانو د راستنېدو سره، د نجونو ښوونځیو دروازې بندې شوې او د هغې د ژوند لاره بدله شوه. مریم وایي چې کله پوه شوه چې ښوونځي ته نه شي تللی، د غم، حقارت او د راتلونکي په اړه اندیښنې سره مخ شوه.

مریم وايي: "زه د طالبانو له راتګ مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وم، زما ارمان دا و چې سفیر شم. کله چې پوه شوم چې ښوونځي ته نه شم تللی، د غم احساس مې وکړ. د دې وضعیت له امله، زه او نورې نجونې د رواني روغتیا له ستونزو سره مخ یو." د مریم کیسه یوازې د یوه محرومې نجلۍ نه، بلکې د افغان نجونو د یوې نسل د راتلونکي په اړه پراخې اندیښنې څرګندوي.

انجیلا غیور، د حقونو فعال، وایي چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار نه محرومیت د افغانستان پر ټولنې پراخې منفي پایلې لري. هغې د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د افغان نجونو د وضعیت د بدلولو لپاره همغږي عمل وکړي. د بشري حقونو وضعیت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لخوا هم څو ځله اندیښنه څرګند شوې ده. ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت نگرانونکی بللی او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو حقونه باید د نړیوالې ټولنې د طالبانو سره هر ډول تعامل کې لومړیتوب ولري.

موضوع: افغان نجونې د طالبانو د حاکمیت لاندې

سرچینه: Azadi Radio  افغانستان

خبر شریک کړئ