د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان څرګنده کړې چې د جګړې دوام د اسرائیلو غوښتنې ته ځواب دی او ایران هغه وخت جګړې ته اړتیا نه لري چې وکولای شي خپل حق د خبرو اترو له لارې ترلاسه کړي. هغه دا څرګندونې د ولسمشر په توګه د خپلې لوړې دویمې کلیزې په مناسبت د یوه تلویزیوني پروګرام په ترڅ کې وکړې.

پزشکیان د جګړې دوام د «اسرائیلو د غوښتنو په لور د تګ» په توګه تشریح کړ. هغه وویل: «موږ د خبرو له لارې وتوانېدو چې د لبنان جګړه ودروو، محاصره لرې کړو او ځینې بندیزونه کم کړو. ځینې کسان غواړي چې موږ جګړه وکړو؛ هماغه څه چې اسرائیل یې غواړي، څو موږ تسلیمېدو ته اړ کړي.»

هغه ټینګار وکړ چې ایران د جګړې په لټه کې نه دی، بلکې یوازې د خپل دفاع حق لري. پزشکیان وویل: «موږ زور ته نه تسلیمېږو، خو د جګړې او تېري په لټه کې هم نه یو. ایران د جګړې یا پراختیا غوښتنه نه لري او یوازې له خپل دفاعي توان او امنیت څخه ساتنه کوي.»

د هغه په وینا، که پر ایران فشارونه او ګواښونه ودرول شي، د کړکېچ د دوام لپاره به هېڅ دلیل پاتې نه شي. د ایران او امریکا ترمنځ د څو پړاوونو جګړو او خبرو اترو وروسته، له تېرې اوونۍ راهیسې دواړه هېوادونه پر یو بل هېڅ پوځي عملیات نه دي کړي.

د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د سمندري محاصرې پای ته رسول د تهران او واشنګټن ترمنځ د نویو مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه دي چې د عمان په منځګړیتوب ترسره کېږي. راپورونه ښیي چې امریکا چمتو ده، که د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او تهران خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي، د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي. سره له دې، تر اوسه په دې اړه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ