د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کوي چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ او هلمند ولایتونو په ځینو سیمو هوايي بریدونه ترسره کړي دي. مجاهد په یوه پیغام کې چې د قربانیانو انځورونه هم ورسره شریک شوي، ویلي چې دغه بریدونه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې شوي، چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي دي.

د مجاهد په وینا، په دغو بریدونو کې ۹ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. هغه همداراز ویلي چې د بریدونو له امله درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي. د طالبانو ویاند دغه بریدونه غندلي او هغه یې «تجاوز او جنایت» بللی دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې. د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه شوې ادعاوې هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دي تأیید شوي.

د میزان په دوهمه نېټه، پاکستاني ځواکونو د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو هم هوايي بریدونه کړي وو، چې د طالبانو د حکومت په وینا، په دې بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي وو.

د دوشنبې په ورځ، چې د سنبلې په ۳۰مه نیټه وه، پاکستاني ځواکونو پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه کړي وو. د افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر هم تایید کړې چې په کونړ کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

موضوع: پاکستاني الوتکې په کونړ او هلمند کې ملکي وګړي وژلي

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ