د اوکراین پلازمېنې کيیف او نورو ښارونو باندې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو له خوا تازه بریدونه ترسره شوي، په داسې حال کې چې د امریکا کانګرس د سپټمبر په ۱۷مه نېټه پر مسکو د بندیزونو نوې بسته تصویب کړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امریکا له لوري د مسکو پر وړاندې د دې بندیزونو وضعه کېدو ته سمبولیک اقدام بللی او ویلي یې دي چې روسي بېپیلوټه الوتکې د اوکراین ښارونه په نښه کوي او ملکیان وژني. زلنسکي په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د لېندسي ګراهام وړاندیز شوې طرحه به پر مسکو فشارونه زیات کړي او د سولې په لور به مرسته وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها هم د امریکا له خوا د بندیزونو د وضعه کېدو هرکلی کړی دی. هغه په خپله اېکسپاڼه کې ویلي چې دوی کولای شي پوتین له هغو سرچینو محروم کړي چې د جګړې د دوام لپاره کاروي.
د کيیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په تازه بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه، د اوکراین پر اودیسا ښار باندې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې شپږ کسان ټپیان شوي، چې په دې کې دوه ماشومان شامل دي، او یو شمېر ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
روسي چارواکو راپور ورکړی چې اوکرایني بېپیلوټه الوتکو د یاروسلاول ښار کې د تېلو پر یوې ډیپو برید کړی، چې له امله یې ډیپو اور اخیستی و، خو وروسته مهار شو. زلنسکي د یاروسلاول په اړه هم ویلي چې روسیې په سوېل کې د روستوف پر هوايي ډګر بریدونه کړي او درې الوتکې او هلیکوپټر یې ویجاړ کړي دي.
موضوع: روسيې پر اوکراین بریدونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports