څلور کاله وړاندې، فریحه دفتاني او د هغې خور د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو د بندیدو له امله پاکستان ته لاړې ترڅو په طبي برخه کې زده کړې وکړي. خو اوس د پاکستان حکومت نوې پرېکړه د دې سبب شوې چې دوی د زده کړو له دوام محروم شي. د پاکستان طبي شورا د وږي په ۱۶مه، د پوهنتونونو د طب او غاښونو له څانګو د افغان محصلانو د ایستلو او د نویو افغان محصلانو د نوم‌لیکنې د لغوه کولو امر کړی دی. دې پرېکړې سلګونه افغان محصلان، په ځانګړي ډول نجونې، له نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي دي.

د پاکستان طبي شورا په دې اړه ویلي چې دغه پرېکړه د ملي پالیسۍ له مخې شوې چې افغانان له "حساسو مسلکي برخو" منع کوي. آغلې دفتاني ازادي راډیو ته وویل چې د دې پرېکړې له اعلان وروسته، هغه او ۲۱ نورې افغانې نجونې چې د فاطمه جناح په پوهنتون کې زده کړې کوي، ډېرې ناهیلي شوې. هغې زیاته کړه: "ډېری نجونې چې دلته دي، په افغانستان کې یې کانکور ورکړی و او یو یا دوه کاله یې زده کړې کړې وې. اوس دوی له دې وضعیت سره مخ شوي دي."

فریحه دفتاني د علامه اقبال تحصیلي بورس له لارې د پنجاب ایالت په لاهور کې د فاطمه جناح طبي پوهنتون ته تللې ده. د لاهور یوې محکمې د جمعې په ورځ د وږي په ۲۰ د پاکستان د طبي شورا د دې پرېکړې د ځنډولو حکم صادر کړ. د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې، د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا وکیل هڅه کړې چې دا موضوع له ملي امنیت سره وتړي، خو قاضي خالد اسحاق ویلي چې دا موضوع د ملي امنیت مسئله نه ده.

د دې پرېکړې په اړه پراخ غبرګونونه راپورته شوي، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید ویلي چې افغانې نجونې په هېواد کې له پراخو تعلیمي محدودیتونو سره مخ دي. هغې له پاکستانه غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه لغوه کړي. منتقدان وايي، دا پرېکړه د بشري اصولو او د افغان محصلانو له اساسي حقونو سره په ټکر کې ده. د طالبانو حکومت هم د دې پرېکړې پر وړاندې نیوکه کړې او هغه یې "غیربشري" بللې ده.

موضوع: د افغان محصلانو د طبي زده کړو خنډونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ