د پاکستان د فضايي ادارې چارواکو په وینا، دوه پاکستاني پیلوټان په چین کې د فضانوردانو د روزنې په پروګرام کې برخه اخلي. له دې ډلې یو پیلوټ به د پاکستان لومړی فضانورد وي چې د چین "تیانګونګ" فضايي تمځي ته واستول شي. رویټرز خبري آژانس د پاکستان د فضايي ادارې، سوپارکو، د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ذیشان علي او خرم داوود له څو میاشتو راهیسې په پیکینګ کې د چین د فضانوردانو د روزنې مرکز کې روزنه ویني.
دوی د چینایي ژبې د زده کړې ترڅنګ، د فضايي بېړۍ د سیستمونو سره د کار، د بې وزنۍ شرایطو سره د عادت کولو او د توغولو پر مهال د شدید جاذبې د زغملو تمرینونه هم کوي. چین تر اوسه نه دی ویلي چې له دې دوو پیلوټانو څخه کوم یو به فضاء ته لاړ شي او د ماموریت نیټه څه وخت ده، خو پاکستاني چارواکي تمه لري چې وروستۍ پرېکړه به د اکټوبر په نیمایي یا وروستیو کې وشي.
د ټاکل شوي پاکستاني فضانورد لپاره پلان دی چې شاوخوا یوه اوونۍ په تیانګونګ فضايي تمځي کې پاتې شي او هلته به د پاکستان د پوهنتونونو له خوا وړاندیز شوې یو شمېر علمي تجربې ترسره کړي. دا به د چین لپاره لومړی ځل وي چې خپل فضايي تمځي ته یو بهرنی فضانورد لېږدوي.
د پاکستان او چین ترمنځ فضايي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې، او د پاکستان له خوا جوړه شوې یوه سپوږمکۍ یا "روور" هم د ۲۰۲۸ کال په شاوخوا کې د چین د "چانګاې ۸" ماموریت په ترڅ کې سپوږمۍ ته ولېږدول شي.
موضوع: پاکستان د فضانوردانو روزنه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS