د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ له ایران سره د خبرو اترو پروسه "ټوله ورځ" روانه وه او د دې خبرو اترو پایلې "ډېرې ښې" وې.

ټرمپ د دې خبرې په ترڅ کې د هرمز تنګۍ د پرانیستلو په اړه هم اشاره وکړه او ویې ویل چې که چیرې د مذاکراتو نتایج مثبت نه وي، نو ایران به له سختو عواقبو سره مخ شي. هغه ټینګار وکړ چې د خبرو اترو د پروسې دوام به د دواړو خواوو لپاره ګټور وي.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو په اړه د نړیوالو اندیښنو زیاتیدو سره مخ دي. د هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د ترانسپورت یوه مهمه لاره ده او هر ډول تنش یا بندیزونه کولی شي نړیوال بازارونه اغیزمن کړي.

سرچینه: VoA Pashto NEWS-لمړي خبرونه

خبر شریک کړئ